اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئيلي دي هېواد كښې د كورونا څلورمه چپه پېل شوې ده۔ اولس دې په كورونا اېس او پيز عمل درآمد او وېكسينېشن لګول باوري كړي۔ هېواد كښې د وخت نه وړاندې ټاكنو كېدو آوازې هېڅ صداقت نه لري ٬ مونږ خپل دور كښې د پېل كړې شويو منصوبو پايې ته د رسولو عزم لرؤ۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ??غه ووئيل د وزیراعظم عمران خان په ځانګړې مشرۍ كښی مخكښی مو ه?? متوازن پالېسي خپله كړې وه او سباؤن كښې به هم دغسې كوؤ۔ هڅه مو ده چې هېواد كښې معاشي هلې ځلې و نه ځپلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د وخت نه وړاندې د ټاكنو كېدو آوازو كښې هېڅ صداقت نشته۔ ??غه ووئيل مونږ په خپل حكومت كښې د پېل كړې شويو منصوبو سرته رسولو عزم لرؤ۔
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil