اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) پاکستان په مقبوضه کشمیر كښې د هندي ځواكونو لخوا د كشميريانو په وژلو او د بنيادي بشري حقونو په خلاف ورزيو د خپل تشويش پحقله د سلامتي كونسل 5 مستقل غړو هېوادونو سفيران خبر كړي۔ خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د سلامتي كونسل 5 مستقل غړو هېوادونو چين ٬ فرانس٬ روسيې٬ امريكې او برتانيې سفيرانو ته په مقبوضه كشمير كښې په كړكېچن صورتحال بريفنګ وركولو په مهال وئيلي دي چې د طاقت پ?? كارولو د 30 نه زيات بې ګناه كشميريان چا چې د برهان واني په شهادت احتجاج كولو مړه شوې دي او دغسې د 350 نه زيات كسان ژوبل شوي هم دي۔ده ووئيل بايد هندي دولت پ?? مرګ ژوبله كښې د ككړ كسانو په ضد سپېځلې پلټنې وكړي۔خارجه سېكتر په نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د سلامتي كونسل په 5 واړو مستقل غړو زور رواړې چې ھغوي په هندي مقبوضه كشمير كښې د سنګين صورتحال نوټس واخلي ۔اعزاز احمد چوهدري ووئيل چې ھغوي د مقبوضه كشمير اولس د بشري حقونو احترام او د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو لپاره په هند فشار واچوي۔خارجه سېكتر د هند دا ادعاګانې رد ??ړې چې په مقبوضه كشمير كې د بشري حقونو خرابېدونكې وضعه د هند كورنۍ معامله ده ۔ده ووئيل د جمو او كشمير متنازعه حېثیت د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كېدو ته په طمعه دې
پاکستان په مقبوضه کشمیر كښې د هندي ځواكونو لخوا د كشميريانو په وژلو او د بنيادي بشري حقونو په خلاف ورزيو تشويش لري
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2