اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ريښتيا وئيل د تاريخ تر ټولو ګران كار دے۔ ګرده نړۍ كښې خبريالانو سر تلي كښې اېښودلو سره د ريښتيا وئيلو فرض ترسره كړے دے۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د آزادي صحافت نړيوالې ورځې په مهال هغه خبريالانو ته د عقيدت پېرزويني وړاندې كوم كومو چې د خپل فرض په ترسره كولو كښې خپلو سرونو نه تېر شوي دي۔ ريښتيا وئيل د تاريخ تر ټولو ګران كار دے۔ ګرده نړۍ كښې خبريالانو سر تلي كښې اېښودلو سره د ريښتيا وئيلو فرض ترسره كړې۔ په مقبوضه کشمیر، فلسطین او نورو سيمو كښې خبريالان د ريښتيا ليكلو د لاسه روزانه ستونزو سره مخ كېږي۔ هغه ووئيل حكومت آزاد او ذمه واره صحافت ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د روان كال په مهال به خبريالانو او په خاص توګه زلمو خبريالانو له نوې منصوبې راوړؤ او نوې ميډيا ټېكنالوجيز معارفي كول هم زمونږ ايجنډا ده۔
ريښتيا وئيل د تاريخ تر ټولو ګران كار دے۔ ګرده نړۍ كښې خبريالانو سر تلي كښې اېښودلو سره د ريښتيا وئيلو فرض ترسره كړې۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : loteria estadual