اسلام آباد۔11نومبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان د اقتصادي تباهۍ په غاړه ولاړ دې٬ نړيواله ورورولي دې كنګل كړې شويو وسائلو ته رسنه او په بېړني بنيادونو انساني مرسته رسول باوري كړي٬ طالبان اړیکو ته لېواله دي٬ له نړۍ غواړي چې دوی تسليم كړي او مرسته ورسره وکړي، نړیواله ټولنه باید د تېرو تېروتنو بيا تكرار كېدو نه ځان ساتلو سره مثبتې رابطې روانې وساتي٬ پاکستان او افغانستان ګډ تاریخ او میراث لري، په افغانستان کښې سوله او ثبات تر ټولو نزدې ګاونډي كېدو په حېث نېغ په نېغه د پاكستان په ګټه كښې دې۔ هغه د زيارت په ورځ د ټرائيكا پلس پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ په دې غونډه کښې د چین، پاکستان، روسیې او امریکا خصوصي استازي ګډون کوي۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان سره رابطې نه يوازې بحال پاتې شي بلكې د ځينې سببونو په بنياد دا بايد زياتې كړې شي دغسې چې داهېواد يو وارې بيا د كورنۍ جګړې ښكار نه شي٬ څوك هم يو وارې بيا دغه صورتحال ليدل نه غواړي٬ معاشي تباهي او وروستوالې څوك هم نه خوښوي چې ورسره بې ثباتي سوا شي۔ هر يو دا غواړي چې د افغانستان دننه په ترهګرو عناصرو قابو وموندلې شي او د كډوالو يو نوي بحران مخنيوي وكړې شي۔ د افغانستان په اړه مونږ ټول يو ډول اندېښمن او فكرمند يؤ٬ دغلته امن او استحكام د ټولو په ګټه كښې دے او د دغې ترلاسه كول زمونږ د ټولو د ګډې ذمه واري ده۔ خارجه وزير ووئيل په دې صورتحال كښې ’ټرائیکا پلَس‘ زيات اهميت لري او د دې يو كليدي كردار دې كوم چې بايد ترسره كړې شي۔ هغه ووئيل باور لرؤ چې ’ټرائیکا پلَس‘ به نوې افغان حكومت سره معامله روانه ساتلو ٬ د امن او استحكام ودې او تلپاتي معاشي پرمختګ كښې مرستيال ثابت شي او دې سره سره به د افغانستان دننه فعاله ترهګرو لپاره د ګنجائش مخه ونيولې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې افغانستان دا مهال د تباهۍ په پوله ولاړ دے٬ د نړيوالې مالي مرستې نشتوالي د لاسه د تنخاګانو په ادا كولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔ په داسې حال كښې به په پرمختيائي منصوبو پېشرفت څنګه وكړې شي۔ عام وګړې د بدترينه قحط سخت اغېز سره مخ دے۔ هغه ووئيل په دې صورتحال كښې لا تنزل به د نوي انتظاميې د حكومت چلولو استعداد ډېر زيات محدود كړي٬ ځكه دا ضروري ده چې نړيواله ورورولي په بېړني بنيادونو د بشري مرستې رسول باوري كولو له حركت وكړي۔ هغه ووئيل روغتيا ٬ زده كړو او د ميونسپل سروسز رسنې ته به فوري پاملرنه كول وي۔ هغه ووئيل د افغانستان خپلو كنګل كړې شويو وسائلو ته رسېدو سره به معاشي هلې ځلې پېدا كولو له زمونږ روانې هڅې لا قوي شي او افغان معيشت به استحكام او پائيدارۍ پلو مخ په وړاندې روان شي ٬ دغسې د ملګرو ملتونو په ادارو دې هم زور راوړلې شي چې هغه د افغان وګړو مرسته وكړي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او افغانستان ګډ تاریخ او میراث لري، په افغانستان کښې سوله او ثبات تر ټولو نزدې ګاونډي كېدو په حېث نېغ په نېغه د پاكستان په ګټه كښې دې۔ هغه ووئيل مونږ په تېرو څلورو لسيزو كښې د كډوالو ٬ نشائي توكو او ترهګرۍ په صورت كښې د شخړې او بې ثباتۍ نېغ په نېغه زيان پورته كړې دې۔ مونږ موجوده صورتحال د اوږدې شخړې او جګړې ختمېدو يوه موقعه ګڼو۔ په دې لړ كښې مونږ د وړاندې نه يو شمېر ګامونه پورته كړي دي دغسې چې افغانستان كښې عام وګړو ته آسانۍ وركړې شي۔ په دې كښې افغانستان كښې د كروندګرو مرستې له د خوراك څښاك سامان د كسټم ډيوټۍ نه مستثنی ګرځول ٬ د بشري مرستې په بنياد د سامان رسنه ٬ د پياده تللو راتللو آساني وركول ٬ د كورونا وائرس وباﺀ په مهال د پولې پرانستې ساتل او ناروغه او درملنو له راتلونكو كسانو ته د راتللو په مهال د وېزې آساني وركول شامل دي۔ خارجه وزير ووئيل د 15 اګست نه وروسته ما د بېلو هېوادونو خپل همڅنګو مېزباني وكړه۔ هغه ووئيل مونږ د افغانستان د ګاونډي هېوادونو مننه كوو كومو چې زمونږ د سيمه ايز پلېټ فارم جوړولو وړاندېز ملاتړ وكړو۔ خارجه وزير ووئيل تېره مياشت د كابل دورې كولو سره زه په دې خبره ورسېدم چې د افغانستان نوې حكومت نړيوالې ورورولۍ څخه كومې هيلې لري۔ مونږ ته په دغه مهال د دې موقعه هم ترلاسه شوه چې طالبان مشرتابه مونږ د خپلې رائې نه خبر كړؤ او هغوي ته دا هم ووايؤ چې نړيواله ورورولي د هغوي نه كومې هيلې لري۔ هغه ووئيل طالبان اړیکو ته لېواله دي٬ له نړۍ غواړي چې دوی تسليم كړي او مرسته ورسره وکړي، نړیواله ټولنه باید د تېرو تېروتنو بيا دوباره كولو نه ځان ساتلو سره مثبتې رابطې روانې وساتي۔ هغه ووئيل زه د خپل اړخه د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو كښې د افغانستان مرسته كولو له د خپل وزيراعظم د لوظ پخلې كوم۔ (mwa/mwa/1317)
افغانستان د اقتصادي تباهۍ په غاړه ولاړ دې٬ نړيواله ورورولي دې كنګل كړې شويو وسائلو ته رسنه او په بېړني بنيادونو انساني مرسته رسول باوري كړي۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي د ټرائيكا پلس پرانستې غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا