اسلام آباد ۔08 مئی (اے پی پی) د كېډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي مسلم ليګ (ن) به راروانو ټاكنو كښې هم په لوئے اكثريت كاميابي ترلاسه كړي لكه څنګه چې ئې د كال 2013ﺀ په ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د ګل په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې دوهم وزير ووئيل مسلم ليګ (ن) او ددې مشرتابه د تحريك انصاف د دروغو تورونو ځواب كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) مشرتابه د كال 1970ء څخه تر دې ??مه د لګېدلې ټولو تورونو ځواب او حساب وركړے۔ په دې ??ړه ستره محكمه كښې ثبوتونه هم وړاندې كړې شوي دي۔ عمران خان د بني ګاله په اړه د شوي ټرانزېكشن كوم تفصيل عدالت ته وړاندې كړې نه دے۔ پی ټی آئی آف شور ډرامه پېل كړې او ډې?? زر به ددې ډراپ سين وشي۔
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم