اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي عمران خان د هېواد سالميت، يووالي٬ وقار او په نړيواله كچه د پاكستان اړيكو ته په زيان رسولو د رياست په ضد جرم كړے ، حکومت د عمران خان په ضد په قانوني ك??روائۍ كولو غور كوي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره د خبرو په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پوځ د نوي سرلښكر د تقررۍ عمل لا نه دے پېل شوے نو څنګه بيا د سرلښكر په نامه ډېډ لاك پېدا كېدے شي، د اتلسم او نورلسم نومبر نه پس به ?? نوي سرلښكر د تقررۍ عمل پېل كېږي۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد د قانوني ك??روائۍ سوچ كوٶ ځكه چې عمران خان د هېواد سالميت٬ يووالي او عزت سره لوبې كړي او په نړيواله كچه ئې د هېواد اړيكې خرابې كړې او دا نه يواځې لوي زيان دے بلكې دا د رياست په ضد جرم دے۔ ده ووئيل د پوځ لخوا د نوي آرمي چيف تقررۍ لپاره چې كومې نام?? راولېږلې شي په ھغې كښې به ?? نوي سرلښكر ټاكنه كولې شي٬آرمي چېف لپاره زمونږ يوه نامه هم فيورټ نه ده۔
عمران خان د هېواد سالميت، يووالي٬ وقار او په نړيواله كچه د پاكستان اړيكو ته په زيان رسولو د رياست په ضد جرم كړے۔ خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز