اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د رېلوے ??فاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي صدارتي ټاكنې آخري پړاؤ څخه تېرېدونكې دي۔ ډاكټر عارف علوی به لوئې اكثريت سره د پاكستان اولس مشر ??وړ شي۔ نن ماښام به د هغه خذمات پاكستان لپاره وي۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او عارف علوي به هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ په صدارتي ټاكنو كښې زمونږ په مقابل كښې د مخالفې ډلې دوه كانديدان ولاړ دي او دواړه به ناكامه شي۔ ده وويئل مولانا فضل الرحمن دې نه وړاندې هم صدارتي ټاكنې كړي ۔ د هغه د اولس مشر جوړېدو خواهش ترسره كېدل راته نه ښكاري۔ ده ووئيل الېكشن كول د هغه جمهوري حق دے۔ ده ووئيل 12 كاله وړاندې هم زه رېلوے ??ښې ووم زما د تجربې هېڅ متبادل نشته۔ ده ادعا وكړه په 100 ورځو كښې به رېلوے د خپلې كاركردګۍ په حېث تر ټولو په غوره كچه وي۔ وفاقي وزير ووئيل عارف علوي د ټولو اولس مشر دے۔ دا وئيل چې زمونږ كابينه تجربه نه لري سمه خبره نه ده
وزیراعظم عمران خان او عارف علوی به هېواد مخ په وړاندې بوځي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ