اسلام آباد 15 اپريل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي هند په افغانستان كښې عمر له منفي كردرار ترسره كړے ،نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په ضد موثره غږ پورته كونكے وزيراعظم عمران خان دے ، د ناموس رسالتۖ په اړه د پاکستان پوزيشن غير متزلزل دے ، حکومت هېواد كښې د مختلف مافياز په ضد جنګ كوي،اوس مونږ هغه ټول مافياز په ډاګه كړي او د هغوي لاره نيولو له چمتو يو،د پاکستان معيشت په سم پلو روان دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو نجي ټي وي سره په خپله مركه كښې وكړه۔ده ووئيل د کورونا وائرس په اړه د اولس په رويو كښې بدلون راغلے خو د دې باوجود د لوي څښتن لوي فضل دے چې په پاکستان كښې د کورونا صورتحال دومره خراب نه ؤ څومره چې پاتي نړۍ كښې ؤ۔ده ووئيل هند عمر له منفي كردار ترسره كړے، هند د دوها مذاکرات په ضد ؤ،دې نه ځانله افغانستان كښې امن په اړه هم هند منفي كردار ترسره كړے۔ده ووئيل د ناموس رسالتۖ په اړه مونږ ټول يو موټې يوو او په دې كښې دوه رائې نشته البته ردعمل كښې فرق ضرور كيدے شي چې زمونږ د ردعمل تګلاره څه ده او د تحريك لبيك پاکستان څه ، حکومت د تحريك لبيك پاکستان سره خبري شوي وې او خبرو اترو نه پس په څه نكات لاس ليك هم شوے ؤ،هغه وخت ترسره شوې وه چې ټي ايل پي په ډيمانډز به په پارلمان كښې بحث كولې شي۔ده ووئېل خارجه پاليسۍ كښې پارلمان لوي كردار ترسره كوي او داسې ممكن نه وه چې د پارليمنټ کردار نظرانداز کړے شوے ؤ ، سبا د اسمبلۍ غونډه رابللې كيږي ، پارليمنټ كښې به پھ دې ټوله معامله بحث كولې شي او داسې حل به ولټولې شي چې ورسره به قام مطمئن هم وي۔ صدر مملکت ووئيل د اسلامو فوبيا په ضد په ټوله نړۍ كښې تر ټولو موثره غږ پورته كونكے وزيراعظم عمران خان دے ، دا ډيره ضروري ده چې څه ډول خبره كولې شي، وزيراعظم عمران خان د لويديز په اړه چې كومه تجربه لري د هغې تر مخه وزيراعظم عمران خان داسې الفاظو كارولي چې خبري ئې اثر لرلي ، وزيراعظم عمران خان ګستاخانه خاکو په اړه د فرانس حکومت خبر كړے چې داسې ونه كړئ۔ ده ووئيل د ناموس رسالتۖ په اړه د پاکستان پوزيشن غير متزلزل دے۔ صدر عارف علوي ووئيل وزيراعظم عمران خان عمر له سېنېټ كښې د ووټونو خرڅولو اخستلو مخالف پاتي شوے ، خېبرپښتونخوا كښې چې كله غړي خرڅ شول او دغه معامله رامخي ته شوه نو وزيراعظم عمران خان د خپل ګوند 20 غړي د ګوند څخه بهر كړي وؤ۔ ، 1970ء نه پس تقريباً هر اليکشن كښې دا ډول تورونه لګيدلي چې ټګي شوي۔ده ووئېل پاکستان كښې 2013ء ټاكنو نه پس 2018ء ټاكني تر ډيره حده ښه شوي وې، مونږ هڅه كوو چې دا نظام لا ښه كړے شي او اليکټرانک ووټنګ مشين استعمال کړے شي۔ده ووئيل هېواد كښې حکومت د بيل مافياز په ضد جنګ كوي ، د شوګر مافيا، لينډ مافيا او نورو مافياز کنټرول کولو كښې نړۍ ډير وخت اغستے ، پاکستان كښې تر 2018ء دغې مافياز ترقي کوله خو اوس صورتحال مختلف دے ، اوس مونږ دغه مافياز په ډاګه كړي او د هغوي لاره نيولو له چمتو يو
هند په افغانستان كښې امن لپاره عمر له منفي كردار ترسره كړے، نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په ضد تر ټولو مؤثره غږ پورته كونكے وزيراعظم عمران خان دے، د صدر ډاکټر عارف علوي ټي وي چينل سره مركه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا