اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د پاناما، پنډورا او اوس د سوئس اكاٶنټس څخه هم دا قيصه رامخې ته كېږي چې اول پېسې غلا كړئ، بيا ئې د هېواد نه بهر ولېږئ، كرپشن او مني لانډرنګ د پاكستان پشان د هېوادونو تر ټولو مهمه مسئله ده. د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په دې مسئله پرله پسې غږ پورته كوي چې مالداره هېوادونه دې د غريب هېوادونو د دې استحصال مخه ونيسي. ده ووئيل چې مني لانډرنګ كوونكي ټول يو كېدو سره اوس اتحاد جوړوي
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ