اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې تر سيوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ??وا??ونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په خوا كښې احتجاجي مظاهره وشوه۔ دا مظاهره د ملګرو ملتونو ?? سلامتي كونسل لخوا د كشمير اولس د خپلواكې حق د قرارداد د 70 كاله په پوره كېدو وشوه۔ مظاهرې ته د حريت يو شمېر مشرانو٬ عبدالمجيد ??ون٬ الطاف واني٬ سيد ??ېض نقشبندي٬ عبدالماجد مير٬ حسن ا??بن??٬ اعجاز رحماني٬ محمود صغير٬ پروېز شاه٬ عبدالماجد ملك٬ راجه خادم حسېن٬ مير طاهر مسعود او نورو وېنا وكړه او وې وئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د خپلواكې حق لپاره په هڅو كوونكو كشميريانو او عام كشميري اولس د هندي ??وا??ونو لخوا د ظلم او بربريت لړې لا هم روانه ده۔ دوي ووئيل چې د هند امنيتي ادارې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو كښې ككړې دي۔ نړيواله ټولنه دې نوټس واخلي۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو دفتر ته يو يادښت هم وړاندې كړے شو۔
د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې تر سيوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په خوا كښې مظاهره وشوه
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria