اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن)حماد اظهر د اين ټي ډي سي او پاك مټياري ۔لاهور ټرانسميشن لائن کمپنۍ ترمينځه د 660 کے وي هائي وولټيج ډائريکټ کرنټ مټياري-لاهور ټرانسميشن لائن سي پيك منصوبه كښې د ترميم په لوظنامه لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔دا دستوره د شورو په ورځ پاور ډويژن کنفرنس روم كښې وشوه۔ په ضميمه /ترميم لوظنامه لاس ليك د اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) منظوري نه پس شوے۔ د نوې ټرانسميشن سروسز لوظنامي ترمخه به د ټرانسميشن لائن کمرشل آپريشن پراختيا تر (آر سي او ډي) 01 مارچ 2021 څخه 01 ستمبر 2021 ته رسولې شي ۔ آپريشنز او مين ټيننس سروس ايګريمنټ كښې هم يو بله ضميمه شامل کړې شوې ۔ د لوظنامو لاس ليك په نتيجه كښې به د برېښنا صارفينو ته ګټه ورسي۔په دې موقع د توان وزير حماد اظهر ووئيل موجوده حکومت د سي پيك پشمول د توان پروژو زر بشپړولو له چمتو دے۔ده ووئيل دا د سي پيك ميګا پراجيکټ دے د كوم بشپړولو سره به چې د هېواد جنوب نه تر شمال پلو په ميرټ آرډر آرزانه برېښنا ممكنه شي او د دې ګټه به د برېښنا ټول کنزومر ته ورسي۔په لوظنامه لاس ليك منيجنګ ډائريکټر اين ټي ډي سي انجينئر ډاکټر خواجه رفعت حسن منيجنګ ډائريکټر پرائيوټ پاور انفراسټرکچر بورډ شاهجهان مرزا او چيف ايګزيکټو آفيسر پاك مټياري لاهور ټرانسميشن کمپني مس ژيانګ لي وكړو۔د پاور او پټروليم ډويژن خاص مرستيال تابش ګوهر ، د پاور ډويژن وفاقي سيکرټري علي رضا بھټه پشمول پاور ډويژن ، چينائي کمپنۍ ، پي پي آئي بي او اين ټي ډي سي سيئنر عهديدار هم په دستوره كښې موجود وو۔
حکومت د سي پيك پشمول د توان پروژو زر تر زره بشپړولو له چمتو دے، حماد اظهر
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو