په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي٬ ګريګو??ي ويلډن مېکس
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود ق??ېشي د زيارت په ورځ د امريكې د ايوان نمائندګان د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګو??ي ويلډن مېکس سره د وېډيو لنك د لارې تماس نيولے ٬ په دې موقع دواړو مشرانو ترمېنځه په خبرو كښې د پاكستان او امريكې ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو٬ د اسلامو فوبيا زيات شوي رحجان او په مهم سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې دوه اړخيزه اړيكې لري او منطقه كښې د امن پحقله د دواړو هېوادونو سوچ كښې مماثلت هم شته۔ شاه محمود ق??ېشي ووئيل پاکستان د افغانستان پشمول منطقه كښې امن غواړي٬ پاكستان خپل پام جغرافيائي اقتصادي ترجيحات ته ??رځ??لے ٬ شاه محمود ق??ېشي ووئيل پاكستان او د منطقې اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے، په منطقه كښې د روابطو ودې لپاره امن بنيادي ضرورت دے۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان او امريكې ترمېنځه مرسته غوره نتيجو لپاره د اهميت وړ ده٬ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هنګامي غونډې پ?? مهال امريكې پارلماني غړو سره رابطې ډېرې ګټورې وې۔ شاه محمود ق??ېشي ووئيل ما دوي د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو پحقله د پاكستان د موقف نه خبر كړي۔ خارجه وزير د امريكې د ايوان نمائندګان د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګو??ي ويلډن مېکس په ګرده نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په زيات شوي رجحان د پاكستان د تشويش نه خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو پشمول په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د نفرت آميز بيانيې او د اسلاموفوبيا د زيات شوي رحجان په ضد پرله پسې غږ پورته كوي٬ د اسلاموفوبيا مخ نيو او امن د ټژلو ښېګړې لپاره به نړيوالې ورورولۍ له مشتركه اقدامات كول وي٬ د امريكې د ايوان نمائندګان د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګو??ي ويلډن مېکس ووئيل پاكستان د منطقې مهم هېواد دے ٬ په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي ۔ د امريكې د ايوان نمائندګان د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګو??ي ويلډن مېکس په كاناډا كښې د پاكستانۍ نژاد كورنۍ سره په رامخې ته المناك پېښه او د څلورو بې ګناه وګړو په شهادت خارجه وزير سره د افسوس څرګندونه وكړه
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د امريكې د ايوان نمائندګان د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګوري ويلډن مېکس سره د وېډيو لنك د لارې تماس
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada