مظفر آباد 03 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي وفاقي حكومت په سېلاب كښې د حق رسېدلو كورنيو ته 10 لكه روپۍ وركوي٬د مالي ستونزو باوجود د كډوالو بحالۍ لپاره فنډز او د كډوالو د كورونو رغونې لپاره 3 ارب روپۍ وركړی شوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د مظفرآباد د يوې ورځې دورې په مهال په مركزي ايوان صحافت كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل زما د كشمير سره تعلق د ماشومتوب نه دے٬د كشمير سره زما تعلق نه يواځې مذهبي او سيمه ايز دے بلكه زما د ګوند هم د كشمير سره ژوره رشته ده۔ده ووئيل د كشمير چارو وزارت ترلاسه كېدل زما لپاره د وياړ خبره ده ٬ده د وزيراعظم په سپارښتنه د سېلابي صورتحال جاج اخستو لپاره آزاد كشمير ته راغلے يم۔وزيراعظم د دې عزم څرګندونه كړې چې وفاقي حكومت به په دې سخت وخت كښې هر ممكن مرسته كوي۔ده ووئيل په آزاد كشمير كښې د سېلاب له امله ځاني او مالي زيان شوے٬د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې كاروائيو په مهال وسله وال ځواكونه او افسران او ځوانان شهيدان شوي۔ده ووئيل په آزاد كشمير كښې د سېلابي صورتحال اود خاورو كمر خوئېدو په بېلو پیښو كښې 25 كسان په حق رسېدلې دي٬د آزاد كشمير د رابطې ټولې سړكونه بحال دي۔دغسې ده په وخت د مرستې په كاروائيو د انتظاميې هڅې وستائېلې۔ده ووئيل وفاقي حكومت په حق رسېدلو كورنيو ته 10 لكه روپۍ وركوي٬د مالي مرستې زر تر زره وركولو هدايات يې جاري كړي۔ده ووئيل په مظفرآباد كښې ځپليو ته چيكونه وركړے شوي٬د مالي ستونزو باوجود د كډوالو بحالۍ لپاره فنډز وركړے شوے۔ده ووئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نړۍ په هر فورم د كشمير مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كړی٬د كشمير په مسئله د راتلونكې لائحه عمل وضع كولو لپاره آل پارټيز كنفرنس رابللے شوے ٬رېټائرډ ججانو٬بار كونسلز او يونيورسټيز سره هم مشاورت كولې شي
وفاقي حكومت په سېلاب كښې د حق رسېدلو كورنيو له 10 لكه روپۍ وركوي۔د قمرزمان كائره په ايوان صحافت كښې خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : بونانزا